ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د وسله‌وال پوځ د لوی درستیز مرستیال د پکتیکا ولایت د تروې ولسوالۍ څخه لیدنه کړې

د وسله‌وال پوځ د لوی درستیز مرستیال مالي خان صدیق تېره ورځ (جمعه د وری اوومه نېټه) د پکتیکا ولایت د تروې ولسوالۍ هغې سیمې ته سفر وکړ، چې د پاکستاني پوځي رژیم ځینو اکاونټونو یې د نیولو په اړه ناسم او دروغجن تبلیغات خپاره کړي وو.

د ملي دفاع وزارت وایي، د یاد سفر پر مهال څرګنده شوه چې یاده سیمه په بشپړه توګه د افغان دفاعي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده او د دښمن له لوري خپاره شوي راپورونه هېڅ بنسټ نه لري.

دغه‌راز افغان دفاعي ځواکونو ټینګار کړی، چې د هېواد د خاورې له بشپړتیا څخه به په کلکه دفاع وکړي او په هېڅ صورت به یوه لوېشت خاوره هم چاته پرې‌نږدي.

همدارنګه د ملي دفاع وزارت چارواکو ولسونو ته د بشپړ امنیت ډاډ ورکړی او له هغوی یې غوښتي چې د ناسمو تبلیغاتو پر وړاندې هوښیار پاتې شي.