ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

تېر کال نږدې ۱۰۳ زره بهر مېشتو افغانانو ته د کاغذي پېژندپاڼو خدمتونه وړاندې شوي

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، چې  په تېر ۱۴۰۴ کال کې ۱۰۲ زره او ۵۳۸ بهر مېشتو هېوادوالو ته په غیرې حضوري ډول د کاغذي پېژندپاڼو اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي.

 یادې ادارې زیاته کړې، چې په دې موده کې په غیرې حضوري ډول په وړاندې شویو خدمتونو کې د ۱۹ زره او ۳۲۰ نویو او ۶ زره او ۱۵۶ مثنی کاغذي پېژندپاڼو وېش، د ۵۱ زره او ۳۷۱ کاغذي پېژندپاڼو تایید او ۲۵ زره او ۶۹۱ نورو کسانو ته د کاغذي پېژندپاڼو د اصلاحي خدمتونو وړاندې کول شامل دي.