په اندونیزیا کې د افغانستان سفارت سرپرست مولوي سعدالله بلوچ د دغه هېواد د محمدیه حزب له لوړپوړو مسولینو سره لیدنه وکړه.
په اندونیزیا کې د افغانستان سفارت ویلي، چې په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې شوې دي.
دغهراز سفارت زیاته کړې، چې دواړو لوریو په کابل کې د روږدو پر روغتون د پاکستان د پوځي رژیم برید غندلی او هغه یې بشري جنایت بللی دی.

