د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو قومندانۍ ویلي، چې هرمز تنګی به هېڅکله خپل پخواني حالت ته ونه ګرځي، په ځانګړې ډول د امریکا او اسرائیلو لپاره.
دغې قومندانۍ ټینګار کړی، چې د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو د ایراني چارواکو لخوا په فارس خلیج کې د نوي نظم د رامینځته کولو پلان د بشپړولو په درشل کې دي.
دا په داسې حال ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، چې ایران د سېشنبې ورځې تر ماښام پورې مهلت لري، څو د هرمز تنګی پرانیزي، که نه له دې پرته به د دې هېواد پر مهمو او حیاتي تاسیساتو برید وکړي.

