ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غــــزه؛ د صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله شپږ فلسطینیان شهیدان شوي

الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی، چې تېره ورځ غزه تړانګه کې د صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله دوه تنه شهیدان شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د راپور له مخې، له دې ډلې یو تن غزې ښار او بل تن د خان یونس ښار په سویل کې شهید شوی دی.

دغه‌راز رویټرز خبري اژانس د روغتیايي سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د غزې په شمال کې د اسراییلي رژیم د هوايي برید له امله څلور فلسطینیان شهیدان شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

د راپور له مخې، دغه برید د غزې ښار په دراج سیمه کې، د یافا سړک ته څېرمه پر یو شمېر کسانو شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې پر ایران د امریکا ـ اسرائیلو له برید وروسته د نړیوالو پام تر ډېره پر دغې جګړه ورټول دی، خو صهیونیستي رژیم لا هم په غزه تړانګه کې د فلسطینیانو له ټول‌وژنې لاس نه دی اخیستی.