ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عامې روغتیا سرپرست وزیر دوحه کې د روغتیايي خدمتونو د ملاتړ او پولیو ناروغۍ له منځه وړلو په موخه جوړ شوي کنفرانس کې ګډون کړی

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد او د پولیو د له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رییس ډاکټر نیک ولي شاه مؤمن د قطر په پلازمېنه دوحه کې د همدې هېواد د روغتیا وزارت له لورې د روغتیايي خدمتونو د ملاتړ او پولیو ناروغۍ له منځه وړلو په موخه جوړ شوي کنفرانس کې ګډون کړی.

 په دغه کنفرانس کې د قطر د عامې روغتیا وزیرې اغلې حنان محمد الکوري، ددې وزارت مرستیال، د مدیترانیې سیمې لپاره د روغتیا نړیوال سازمان مشر ډاکټر احمد المندهري، د بیل ګيټس بنسټ، یونیسف، روغتیا نړیوال سازمان استازو او د پولیو د له منځه وړلو نړیوال نوښت اړوند ځینو مسولینو ګډون کړی وو.

 د عامې روغتیا سرپرست وزیر د پولیو له منځه وړلو په اړه د بشپړې ژمنتیا د څرګندولو ترڅنګ ویلي؛ چې د دغې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره د واکسین ترڅنګ د لوړمړنیو روغتیايي اسانتیاوو، حفظ الصحې، دوره یي واکسینونو او عامه پوهاوي اړوند چارو لا پیاوړتیا ته اړتیا ده.

 د پولیو د له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رییس په دغه کنفرانس کې د افغانستان د پولیو پروګرام د پرمختګونو، لاسته راوړنو، شته ستونزو او راتلونکو پلانونو په اړه یو بشپړ او هر اړخیز پرېزنټیشن هم وړاندې کړ.