ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

عراقچي: موږ خوښ يو چې له روسيې سره په لوړه کچه تعامل لرو

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له لوړ پوړو روسي چارواکو سره د لیدنې وروسته د تهران او مسکو ترمنځ تعامل باندې خوښي ښودلې او د دغه هېواد له ملاتړ او همغږۍ څخه یې مننه کړې ده.

ښاغلي عراقچي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: “موږ خوښ یو چې له روسیې سره تر ټولو په لوړه کچه تعامل لرو”

نوموړي دغه راز ویلي، چې وروستیو پېښو د ایران او روسیې ترمنځ د ستراتېژیکو اړیکو ژورتیا او پیاوړتیا ثابته کړې ده.

همدارنګه د روسیې د دفاع وزیر اندري بلوسوف ویلي، چې مسکو او تهران به د تېر په څېر په هر ډول شرایطو کې له یو بل څخه ملاتړ وکړي.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د دفاع وزیر، د ایران د دفاع وزارت له مرستیال رضا طلایي نېک سره په لیدنه کې زیاته کړې، چې مسکو د ایران حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه ملاتړ کوي.