ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ایران د نفتو بېړیو نیول «سمندري غلا» بللې

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د ایران د نفت وړونکو بېړیو د نیولو په غبرګون کې دا اقدام «سمندري غلا» بللې ده.

نوموړي ویلي، د دغو بېړیو د نیولو او مصادرې حکم ورکول د «نړیوالو اوبو کې د غلا قانوني کول» دي او دا یې د سمندري غلو زمانې ته ستنېدل بللي دي.

بقایي ټینګار کړی، چې امریکا باید د دې اقدام په اړه ځواب ووايي، ځکه د ده په وینا دا کار د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده او د سمندري امنیت او ازادې سوداګرۍ لپاره ګواښ ګڼل کېږي.

بلخوا، تر دې وړاندې امریکایي قضایي چارواکو اعلان کړی و، چې د ایران د نفتو ځینې بار وړونکې بېړۍ به په نړیوالو اوبو کې ونیول شي او د هغوی بار به مصادره شي.