د جرمني صدراعظم فریدریش مرتس ویلي، چې ایران د امریکا پر وړاندې د اټکلونو خلاف ډېر پیاوړی راڅرګند شوی.
ښاغلي مرتس د اوسني وضعیت په اړه ټینګار کړی، چې امریکا د ایران له کړکېچ څخه د وتلو لپاره روښانه تګلاره نه لري او دا چاره کولای شي تاوتریخوالی لا زیات کړي.
د جرمني صدراعظم همدارنګه ویلي، چې ایران توانېدلی پر امریکا د پام وړ فشار وارد کړي او په سیاسي او ستراتیژیک ډګر کې برلاسی پاتې شي.

