ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

فاریاب کې د ۱.۱۲ میلیارد افغانیو په ارزښت د برېښنا درې پروژې پيل شوې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن (سه‌شنبه، د غویي ۸مه) په فاریاب ولایت کې د برېښنا د لېږد او وېش درې مهمې پروژې پرانیستې.

د معلوماتو له مخې، په دغو پروژو کې له مرکزي سب‌سټېشن څخه تر بلچراغ او ګرزیوان ولسوالیو پورې د ۱۱۰ کیلوولټ برېښنا لین غځول، په بلچراغ کې د ۱۱۰/۲۰ کیلوولټ سب‌سټېشن جوړول او په بلچراغ او پشتون‌کوټ ولسوالیو کې د ټرانسفارمرونو له لارې د برېښنا شبکې پراخول شامل دي.

دغه‌راز پر یادو پروژو شاوخوا یو میلیارد او ۱۲۰ میلیون افغانۍ لګښت راځي، چې مالي تمویل یې د اسلامي امارت له لوري کېږي او ټاکل شوې ده د خصوصي سکټور له خوا په درېیو کلونو کې بشپړې شي.

چارواکي وایي، د دې پروژو په بشپړېدو سره به د سیمې د خلکو د برېښنا ستونزې تر ډېره حل او اړینې اسانتیاوې به برابرې شي.