د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري تېره ورځ ( یکشنبه د غویي ۲۰مه) نېټه د هېواد له یو شمېر نفوذ لرونکو شخصیتونو او ځینو پخوانیو چارواکو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې ملا نورالله نوري ویلي، چې د اسلامي امارت مسولین د افغانستان ټول وګړي هغه که په کور دننه یا له هېواده بهر وي خپل رعیت بولي او د قدر په سترګه ورته ګوري.
دغهراز نوموړي د هېواد د ښېرازۍ او پرمختګ په برخه کې د ټولو افغانانو ونډه مهمه بللې او زیاته کړې یې ده، چې دوی ته د دې هېواد ټول کدرونه او ظرفیتونه ډېر ارزښت لري ځکه دوی کولای شي چې د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا او یووالي په ټینګښت کې ښه رول ولوبوي.
ورته مهال یادو شخصیتونو بیا د خپلو ویناوو پرمهال د نظام په ملکي او نظامي چارو کې د لا سمون او بهبود په موخه اغېزمنې مشورې شریکې کړي او ویلي یې دي؛ چې له تېرو تجربو او مثبتو کړنو څخه باید کار واخلو او هغه تجربې چې په تېر کې د ناکامۍ سبب شوې، بیا ځلې تکرار نه کړو.
د هغوی په خبره د دې خاورې دښمنان هیڅکله نه غواړي چې دا هېواد دې یوه واحده رهبري ولري او پر خپلو پښو دې ولاړ وي.
دغهراز دوی ویلي، چې د اوسني نظام بدیل نه ویني او دوی یې د لا قوت لپاره ترڅنګ ولاړ دي.
همدارنګه یادو چارواکو په خپله برخه کې د همکارۍ ډاډ وړاندې کړی او په مسولینو یې غږ کړی، چې د ځینو استخباراتي کړیو د دوه مخه سیاستونو په اړه باید همداسې وېښ او بیدار اوسي.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هم د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د سیاسي او اقتصادي چارو له شنونکو، د رسنیو له استازو، په ولایتونو کې له قومي مخورو، د پوهنتون له استادانو او ځایي خلکو سره ناستې او ولسي غونډې ترسره کړې دي.

