د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي، افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یو شیاوینګ سره د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا، سیمهییزو مسایلو او د ارومچي د خبرو اترو د پرمختګونو په اړه خبرې کړې دي.
ښاغلي متقي په دې لیدنه کې ویلي، چې د افغانستان د بهرني سیاست مهم محورونه د سیمهییز ثبات، توازن، اقتصادي همکارۍ او متقابل درناوي پر بنسټ ولاړ دي، او ټینګار یې کړی چې د خبرو اترو بریا د عملي ګامونو، د باور فضا د پیاوړتیا او د تاوتریخوالي په کمولو پورې تړلې ده.
بلخوا د چین ځانګړي استازي د جدي تعامل، د باور جوړونې او متقابل تفاهم پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د ارومچي د خبرو راتلونکي پړاوونه باید د عملي پایلو لپاره زمینه برابره کړي.
همدارنګه دواړو لوریو ټینګار کړی، چې د سیمهییز ثبات او دوامداره همکاریو د پیاوړتیا لپاره باید د ارومچي خبرې د واضح، عملي او پایلهمحورې اجنډا له مخې پر مخ یوړل شي.

