د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د قطر، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو مشرانو په غوښتنه یې پر ایران پلان شوی برید ځنډولی دی.
ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې «ټروت سوشیل» کې لیکلي، د قطر، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د مشرانو په غوښتنه یې پر ایران پلان شوی برید ځنډولی، څو د خبرو اترو له لارې یوې داسې پایلې ته د رسېدو امکان برابر شي، چې د امریکا، منځني ختیځ او نورو هېوادونو لپاره د منلو وړ وي.
نوموړي زیاته کړې، که له ایران سره هوکړې ته ونه رسېږي، نو هره شېبه د پوځي برید امکان شته.

