ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ولادیمیر پوتین په یوه رسمي سفر چین ته رسیدلی

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په یوه رسمي سفر د چین پلازمېنې بیجینګ ته رسېدلی.

کرملین په یوه بیانیه کې اعلان کړی، چې ټاکل شوي د چین او روسیې ولسمشران پر دوه اړخیزو اړیکو او د دواړو هېوادونو پر ګډو ستراتیژیکو همکاریو خبرې وکړي.

د اعلامیې له مخې، تمه کېږي چې له خبرو اترو وروسته دواړه لوري په لوړه کچه یوه ګډه اعلامیه، له یو شمېر بین‌دولتي، بین‌سازماني او نورو دوه اړخیزو اسنادو سره یو ځای لاسلیک کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم تېره اونۍ د چین له ولسمشر سره د خبرو لپاره دغه هېواد ته په سفر تللی و.