رویټرز راپور ورکړی، چې صهیونستي رژیم غزې ته د بشري مرستو د ننوتلو مخه نیولې ده.
د راپور پر بنسټ، شاوخوا ۵۰ سمندري بېړۍ درول شوې او نږدې ۴۲۸ کسان له بېړیو ښکته او نیول شوي دي.
ورته مهال د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، په غزه کې د خوراکي توکو، درملو او پاکو اوبو کمښت میلیونونه خلک له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.

