ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ایران په کویټ او بحرین کې  د امريکا هوايي دفاعي سیستمونه په نښه کړي

د ایران پوځ اعلان کړی، چې د «صاعقه» عملیاتو په اتلسم پړاو کې یې د توغندیزو بریدونو په ترڅ کې د کویټ د عریفجان په پوځي اډه کې د امریکا له لوري نصب شوی د توغندیو دفاعي سیستم په نښه کړی دی.

د ایران د پوځ د اعلامیې له مخې، دغه بریدونه پر ایران د امریکا د وروستیو توغندیزو بریدونو په غبرګون کې ترسره شوي دي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، ایران د «نصر ۲» عملیاتو په دوام د بحرین د المحرق په سیمه کې د امریکا هوايي دفاعي سیستم او یو رادار هم په نښه کړی دی.

راپورونه زیاتوي، چې د بحرین د الرفاع په سیمه کې د امریکا د «پاتریوت» هوايي دفاعي سیستم هم د ایراني بې‌پیلوټه الوتکو په برید کې له منځه وړل شوی دی.

بل لور ته، د سي‌بي‌اېس نیوز شبکې د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د روانې زېږدیزې میاشتې له پیل راهیسې په منځني ختیځ کې د ایران د بریدونو له امله نږدې ۱۰۰ امریکايي پوځیان ټپیان شوي دي.

د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) ویاند، شان پارنل، سي‌بي‌اېس نیوز ته ویلي، چې د ۲۰۲۶ کال د جولای له ۷مې نېټې راهیسې د ټپیانو شمېر نږدې ۱۰۰ تنو ته رسېدلی دی.

په ورته وخت کې، د امریکايي ځواکونو مرکزي قومندانۍ (سنټکام) اعلان کړی، چې پر ایران یې د هوايي بریدونو نوې څپه پیل کړې ده.

همدارنګه، ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ایران د سیریک، بندرعباس او قشم په سیمو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.