د افغانستان بانک لومړي مرستیال، صدیق الله خالد له خپل ازبکستاني سیال سره په لیدنه کې د دوه اړخیزه بانکي همکاریو د پراختیا، د سوداګرۍ د حجم له زیاتېدو سره د بانکي تعاملاتو د اغېزناک تنظیم او د تخنیکي همکاریو په اړه خبرې کړي.
ښاغلي خالد په دې لیدنه کې ویلي، د افغانستان بانک چمتو دی، چې د ګډو ګټو او بانکي اړیکو د پراختیا لپاره د ازبکستان له مرکزي بانک سره نږدې همکاري وکړي.
ښاغلي خالد په دې لیدنه کې د افغانستان بانک له لوري په مالي او بانکي برخو کې د هر اړخیزې همکارۍ پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د افغانستان بانک چمتو دی، څو د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو او بانکي اړیکو د پراختیا لپاره د ازبکستان له مرکزي بانک سره نږدې همکاري وکړي.
ورته مهال، د ازبکستان د مرکزي بانک مرستیال د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکي اړیکو پیاوړتیا ارزښت ته په اشارې ډاډ ورکړی، چې د ازبکستان مرکزي بانک له افغانستان سره د بانکي تعاملاتو پراختیا ته دوام ورکوي.
همدارنګه دواړو لوریو هیله څرګنده کړې، چې د دې ډول ناستو او دوامدارو تخنیکي همکاریو له لارې به د افغانستان او ازبکستان ترمنځ مالي او بانکي اړیکې لا پیاوړې او اغېزناکې شي.

