ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي ذبیح الله مجاهد: نړیوال دې د افغان ملت دیني غوښتنې درک کړي

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي، چې اسلامي امارت د امنیت شورا اندیښنې درک کوي؛ خو هڅه کوي، تر څو ټولې چارې د اسلامي شریعت په رڼا کې تنظیم کړي، ځکه د خپل دین او خلکو په وړاندې د مسولیت د احساس له امله نشي کولای، غیر شرعي اقداماتو ته په هېواد کې اجازه ورکړي.
نوموړی زیاتوي؛ نړیوالو سازمانونو او هېوادونو ته په کار ده چې د افغانستان حالات او د ملت دیني غوښتنې درک کړي او نړیوال بشري موضوعات او انساني مرستې تر سیاسي موضوعاتو پورې ونه تړي، موږ په ټولو هغو برخو کې همکارۍ ته ژمن یو چې زموږ له دیني اصولو او ملي ارزښتونو سره برابر وي.