ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اروپايي ټولنې لوړ پوړي پلاوي د امنیت په ټینګښت کې د کورنیو چارو وزارت هڅې ستایلي

د کورنيو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدين حقاني تېره ورځ په افغانستان کې د اروپايي ټولني د پلاوي له رییسې رافيلا ايوډيچه سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د اروپايي ټولنې دغه لوړپوړي پلاوي په امنيتي برخه کې د کورنیو چارو وزارت هڅې او لاسته راوړنې ستایلي دي.

په همدې حال د نړیوالو اړیکو شنونکي د اسلامي امارت له مشرانو سره دغه ډول لیدنې په افغانستان کې د ستونزو په هواري کې مهمې بللی او وايي، چې دغه ليده کاته کولی شي سيمه‌ييز او نړيوال بنسټونه له اسلامي امارت سره د تعامل او بشري مرستو ترسره کېدو ته وهڅوي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست په دې لیدنه کې له اروپايي ټولنې غوښتي، چې د بشري مرستو تر څنګ دې د روږدو کسانو د درملنې له روان کمپاين سره مرسته وکړي او په دې برخه کې دې د افغانانو لاسنیوي ته دوام ورکړي.