ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

جمعه د ۱۴۴۵/۵/۲۴نېټه، چې ۱۴۰۲/۹/۱۷نېټې سره سمون خوري

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه هېواد ته کډوال راستانه شوي دي او په بیلابیلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي.

 بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

 ننـــــــــګرهـــــــــــار

تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

په تورخم کې ۱۱۹ کورنۍ کډوال، چې هېواد ته راستنې شوې، ثبت او بایمیټریک شوې دي.

 د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۹۰ کورنیو کډوالو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې، چې مجموعا ۹۰۰ زره افغانۍ کیږي

 د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

 له تورخم څخه، ۷۲ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۳۶۲ و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه ولیږدول شوې او یادې کورنیو ته ۱۱۹ زره او ۵۰۰ کرایه ورکړل شوه.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنیدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

 غذا: په عمري کمپ کې پینځه زره کډوالو ته ډوډۍ او ۱۳۵ زره لیټره پاکې اوبه توزیع شوي دي.

 البسه: په عمري کمپ کې یادو راغلیو کډوالو ته لاندې البسه توزیع شوه:

 ۳۰۰ کمپلې، ۸۰ بوتله ظرف شویي او ۱۲۰ پکیجه خام غذایي مواد ویشل شوي.

 مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولینو له لوري ۳۴۳ کډوالو ته سیمکارټونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي کڅوړې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

په تورخم کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله میشتدنې او همدرانکه د هیواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

کنـــــــــــــــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک په لار کې ۷۲ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۴۰۹ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او یادې ۷۲ کورنۍ بېلا بېلو مرستندویه مؤسسو ته د کومک په موخه ورپیژندل شوې دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۲۹ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې، چې ټول یو میلیون او ۲۹۰ زره افغانۍ کیږي او همدارنګه ۷۲ کورنۍ، چې د ورځې په جریان کې هېواد ته راستنې شوې، له هرې کورنۍ سره لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته شوې چې مجموعا  ۷۲۰ زره  افغانۍ کیږي.

 د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۵۵ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۳۳۲ تنه و، کندهار، اورزګان، غزني، زابل، هرات او کابل ته په خوندي توګه ولیږدول شوې او یادو کورنیو ته  ۶۰ زره  افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

 د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

 غذا: په سپین بولدک کې درې زره او ۴۰۰ کډوالو ته ډوډۍ او ۸۰ زره لیټره پاکې اوبه توزیع شوې دي.

 البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمبلې او توسان کډوالو ته توزیع شوي دي.

 مخابرات: راغلیو کډوالو ته ۳۰۰ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي کڅوړې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

 د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په سپین بولدک کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله میشتدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

 همدارنګه له رسنیو سره د راپور جوړلو په برخه کې همکاري شوې ده.

 پکتیکا

 آنګور اډه (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د انګور اډې په لار کې یوه کورنۍ هېواد ته راستنه او ثبت شوې ده.

 د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له آنګور آډې له لارې څخه یوه کورنۍ خپلې اړونده سیمې او کلي ته لیږدول شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

په انګور اډه کې له یوې کورنۍ سره لس زره افغانۍ مرسته وشوه.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په آنګور آډه کې راستنیدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

 غذا: په آنګور اډه کې ۶۷ تنه کډوالو ته ډوډۍ خواړه او اوبه توزیع شوي دي.

 روغتیا: نن په انګور اډه کې ۲۱ تنه راستنه شوي کډوال تداوي شوې دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په انګور اډه کې راستنو شویو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

 کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله میشتدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم او ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

 نیمروز

 ورېښمو لار

د ثبت، تثبیت او ستقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د وريښمو په لار کې ۲۹ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۱۲ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

همدا راز یو زر او ۳۳۴ مسافر هېواد ته راستانه شول، چې ۱۳۶ تنه یې د کومک په موخه د آی او ام مؤسسې ته ورپیژندل شوي دي.

 د مالي چارو د تنظیم کمېټه

په نیمروز کې د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له اته کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې ده چې مجموعا ۸۰ زره افغانۍ کیږي.

د مؤقت میشت کولو کمېټه:

په نیمروز کې ۲۲ کورنۍ، چې د غړو شمیر یې ۷۸ تنه و، د میشتدنې په مؤقت کمپ کې ځای پر ځای کړل شوې او ورته د ځای، البسې، غذا ترتیبات نیول شوې دي او د آی او ایم موسسې له لوري ورسره نغدي او غیرنغدي مرستې وشوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

 نن د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

 مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولینو له لوري ۲۹ عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي کڅوړې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

 د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې ۱۱۲ تنو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله میشتدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

 د کډوالو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا