د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، چې په تېره یوه میاشت کې د دغه ولایت له بېلابېلو تاریخي او تفریحي سیمو څخه ۱۴۰ بهرنیو سیلانیانو لیدنه کړې ده.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس احمدالله متقي په دغه ولايت کې د اختیارالدين کلا څخه د ليدنې پر مهال ویلي، چې د هرات د ټولو تاريخي آبداتو ساتنه يې د ادارې مسووليت دى.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی امر رحمت الله محمدي ویلي، چې بهرنیو هېوادونو څخه ۱۴۰ سیلانیان ورغلي او د یاد ولایت له بېلابېلو تاریخي او تفریحي سیمو څخه یې لیدنه کړې ده.
د هرات د ملي موزيم مدیر عبدالجبار نورزى ویلي، د روان کال له پیله تر دې دمه ۹ زره کورني او بهرني سیلانیان ورغلي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې دوی هڅه کوي د سیلانیانو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې او د ګرځندوی صنعت ته وده ورکړي.