د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پمپیو په خپل نوي چاپ شوي کتاب کې لیکلي، چې محمد اشرف غني ورته تر ټولو نا محبوب رهبر او د افغانستان د سولې په لاره کې اغزی و.
مایک پمپیو په دې کتاب کې لیکلي، چې د افغانستان د پخواني حکومت لویه ستونزه فساد و او په وینا یې، د محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله په اجازه د فساد بانډونو د امریکا له لوري مرسته شوي میلیونونه ډالر په بډه وهل.
نوموړي زیاته کړې، چې محمد اشرف غني د افغان مشرانو په منځ کې د اعتبار وړ رهبر نه و، هغه په لوېدیځ کې ډېر وخت تېر کړی و او د امریکا د قانون جوړوونکو سره یې په سیاسي لوبو کې ښه مهارت درلود.
مایک پمپیو ویلي؛ ” یو ځل مې هم داسې حس ونکړ چې اشرف غني دې د خپل هېواد لپاره د واک د لاسه ورکولو خطر ومني. دې زه خواشینی کړی وم، هغه یوازې د خپلو هیلو او په واک کې د پاتې کېدو په اړه فکر کاوه.
پمپیو زیاته کړې، چې له محمد اشرف غني سره له ملاقات وروسته په دې پوه شوی و، چې هغه مذاکراتو ته ښه نیت نه لري او د سولې په لاره کې خنډ رامنځته کوي او چمتو نه دی چې د افغانانو د ګټو لپاره له واک څخه لرې شي.

