د افغانستان د وضعیت په اړه د اروپايي ټولنې او مرکزي اسیا هېوادونو د ځانګړو استازو درېیمه غونډه په بروکسل کې ترسره شوه، د دې غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د دوامداره سولې او پرمختګ پر اهمیت ټینګار وکړ او د دغه هېواد په اقتصادي او ټولنيز پرمختګ کې یې د سيمې د هېوادونو رول مهم وباله.
د دوی له لوري په خپرې شوې اعلامیه کې ویل شوي: “د افغانستان ګاونډیان او سیمه د یوه سولهییز او باثباته افغانستان په رامنځته کولو کې مهم رول لري، ترڅو دغه هېواد پکې لا پرمختګ وکړای شي. اروپايي ټولنه به د دغې موخې د ملاتړ لپاره له مرکزي اسیا سره په ګډه کار ته دوام ورکړي. “
د دغې اعلامیې په یوه بله برخه کې د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ځانګړو استازو له اروپايي ټولنې غوښتي چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
“موږ، د دې غونډې د ګډونوالو استازي له اروپايي ټولنې غواړو، چې له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. موږ د افغانستان په اړه د یو واحد غږ لرلو لپاره د سیمه ییزو او نړیوالو ناستو پر همغږي او د خبرو اترو پر دوام ټینګار کوو. “
بل خوا یو شمېر سیاسي کارپوهان هم د هېواد په اوسني وضعیت کې د مرکزي اسیا د هېوادونو په ځانګړې توګه د ګاونډیو هېوادونو رول مهم ګڼي.
اسلامي امارت بیا وايي، چې د نړۍ له ټولو هېوادونو او په ځانګړې توګه له ګاونډیو هېوادونو سره مثبتې اړیکې لري او هڅه کوي چې دا اړیکې نورې هم غښتلې کړي.

