ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ډاکټر قلندر عباد په مالیزیا کې د افغانستان لپاره د مالیزیا له ځانګړي استازي داتو احمد اعظم سره لیدنه کړې.

ياده ليدنه، چې په کوالالمپور کې د افغانستان لوی سفارت کې ترسره شوې په ماليزيا هېواد کې د افغانستان د سفارت سرپرست نقیب الله احمدي هم ګډون درلود.

د عامې روغتيا سرپرست وزير ډاکټر قلندر عباد له داتو اعظم سره په ليدنه کې ویلي؛ افغانستان د آسیا د زړه په توګه خورا مهم هېواد دی، دا چې افغانستان یو خپلواک او بې پری هېواد دی، له افغانستان څخه هیڅ هېواد ته خطر متوجه نه دی، د هر ډول مثبت تعامل لپاره د افغانستان دروازې د ټولو پر مخ خلاصې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ په نشه یی توکو د روږدو کسانو په درمنله کې ۲۰ کاله غرب او تېر حکومت ونه توانېد چې مخه یې ونیسي، خو موږ په کمه موده کې په نشه یي موادو د روږدو کسانو درملنه کړې او د دې سترې ستونزې مخه مو نیولې ده.

 ښاغلي داتو اعظم د مجلس په جريان کې سرپرست وزير ته ډاډ ورکړی، چې د ماليزيا هېواد دولت به د روغتيا تر څنګ په نورو ډيرو برخو کې له افغانستان سره مل اوسي.

نوموړي په خپلو خبرو کې ياد سفر مهم بللی او د لا دوامدارو اړيکو په مؤثريت يې خپل نظر څرګند کړی.