ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو چارو سرپرست وزیر د بدخشان له والي سره لیدنه؛ د کډوالو په خدمتونو ټینګار شوی

د کډالو او رستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني بدخشان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي قاري محمد ایوب خالد سره لیدنه کړې.

 د بدخشان والي دغه ولایت ته د کډوالو د راستنېدو بهیر، هغوی ته د وړاندې شوو خدماتو او کاري کمېټو د کړنو په هکله معلومات ورکړي.

د کډالو او رستنېدونکو چارو سرپرست وزیر د کډوالو په برخه کې د ولایت د هڅو قدردانی کړی او ډاډ یې ورکړی، چې د ستونزو د حل په اړه به یې له اړوندو ادارو سره په همغږۍ اړینې کړنې ترسره کړي.

 نوموړي د کډوالو د ښارګوټو د تثبیت او تصفیې په اړه هم ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، اسلامي امارت به ژر په یادو ښارګوټو کې ودانیزې چارې پیل کړي.