ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د یو شمېر قول اردو ګانو له قومندانانو سره لیدنه کړې


د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له قول اردو ګانو څخه د لیدنو په لړ کې تېره ورځ د اسلامي امارت د ۲۰۷ الفاروق قول اردو، د ۲۰۳ منصوري قول اردو، د ۲۱۷ عمري قول اردو او ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو له قومندانانو او مسولینو سره لیدنه کړې.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله  په دې لیدنه کې د صف د بشپړي تصفیې، د سرحدونو د کلکې ساتني، د مجاهدینو د اخلاقي او نظامي روزني او د دوی د ستونزو د حل کولو، د نظام د استحکام او د شرعي احکامو د عملي کولو اړوند لازمې سپارښتنې کړې دي.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ویلي؛ د نړۍ تر پنځوسو ډیرو یرغلګرو هېوادونو په پوره قوت او د سلګونو زرو قواوو په ملتیا زموږ پر خاوره یرغل وکړ او دلته مېشت شول، خو افغانانو دوی ته سر ټيټ نه کړ. په پوره مېړانه یې د دوی مقابله وکړه او ماتې یې ورکړه،نو اوس هم پر موږ باندې د دوی فشارونه کومه ګټه نه کوي، بلکې لا د بې باورۍ سبب ګرځي.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله یادو قومندانانو سره په لیدنه کې ویلي، چې زموږ هیواد ډېرو عام المنفعه کارونو ته اړتیا لري؛ نو موږ په دې هکله پرېکړه کړې، چې د قول اردوګانو، ولایتي ادارو، ټولګټو، د کلیو د پراختیا او بیارغونې، ښاروالیو او ځینو نورو ریاستونو څخه ګډي کمېټې جوړې کړو چې په ولایتونو کې لوی او کوچني سړکونه، بندونه، پلونه او نور عام المنفعه کارونه ترسره کړي، تاسو به د قول اردو اړوند هغه وسایط چې په عام المنفعه کارونو کې استعمالېدلای شي ټول دغه کمېټو ته د ضرورت په وخت کې په واک کې ورکوئ ترڅو په عاجله او دوامداره توګه ولس ته سهولتونه برابر شي.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په دې لیدنه کې دغه راز د یادو مسولینو ستونزې او وړاندیزونه اورېدلي او د حل لپاره یې لازمې سپارښتنې کړې.