ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اسرائیلي پوځ غزه کې د خپلو ۱۳ سرتېرو وژل کېدل تایید کړل

صهیونیستي رژیم نن یکشنبه تایید کړې، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې ۱۳ سرتېري د غزې په ځمکنۍ جګړه کې وژل شوي دي.

اسرائیلي پوځ وايي، چې پرون یې د غزې په نښتو کې ۵ سرتېري وژل شوي او ۸ نور یې بیا نن له لاسه ورکړي دي.

دغه‌راز ۱۰ نور اسرائیلي سرتېري ټپیان شوي، چې د شپږو حالت یې نازک ښودل شوی دی.

اسرائیلي پوځ همدارنګه اعلان کړی، چې غزه کې د ځمکنۍ جګړې له پیل څخه تر اوسه یې ۱۵۲ سرتېري وژل شوي او د “الاقصی توپان” عملیاتو څخه تر اوسه یې ټول ۴۸۵ سرتېري له لاسه ورکړي دي.

دا شمېرې داسې مهال اعلانېږي، چې د حماس نظامي څانګه “کتائب القسام” وايي؛ د اسرائیلو له لوري رسنیزې شوې شمېرنې واقعي نه دي او تلفات له دې ډېر لوړ دي.