ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر او د خراسان والي لیدنه؛ د افغانستان-ایران ترمنځ په تجارت او زراعت خبرې شوي

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر او مل پلاوی ایران ته د خپل رسمي سفر په لړ کې د خراسان رضوي ولایت د مشهد ښار ته ورسید، چې د یاد ولایت د والي نظري له لوري یې دروند هرکلی شوی او په ورته مهال ولایت مقام کې د ځینو اړوندو مهمو موضوعاتو په اړه یې ناسته کړې.

د ناستې په جریان کې د افغانستان-ایران ترمنځ په تجارتي، ټرانزیتي، ریل پټلۍ او زراعتي برخو کې د پرمختګ او بازار موندنې په اړه خبرې شوي.

 دغه راز دواړو لوریو ټینګار کړی، چي په یادو برخو کې د شته او رامنځته شویو فرصتونو څخه لازمه استفاده وشي تر څو د دواړو هېوادونو په هر اړخیزو اړیکو کې دغوړېدا او ترقۍ لامل وګرځي.

همدازار د دوه اړخیزو صادراتو او وارداتو د کچې د لوړېدا او موازنې د ساتلو په تړاو هم په ګمرکونو کې د لا نورو اسانتیاو د رامنځته کولو او د سوداګرو غوښتنو او ستونزو ته د جدې پاملرنې ژمنې شوي.

د یاد ولایت والي ایران او په ځانګړې ډول مشهد ته د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر سفر مهم او مثبت بللی.

ښاغلي متقي مشهد کې د میشتو افغان کډوالو او تجارانو سره د همکارۍ او لا ښه چلند هیلې څرګندې کړې.