ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

صهیونیستي رژیم ته د ابراهیم رییسي خبرداری؛ د سید رضا مسوي د وژلو تاوان به پرې کړئ

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د اسرایلي پوځيانو په توغنديزو بریدونو کې د سپاه پاسداران د قومندان سید رضا مسوي د وژل کېدو په اړه خبرداری ورکړی، چې صهیونیستي رژیم به د نوموړي د وژلو تاوان پرې کړي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، سید رضا مسوي تېره ورځ د اسرایلي ځواکونو په هوایي بریدونو کې د دمشق په پلازمینه سوریه کې وژل شوی.

ایراني رسنۍ وايي؛ سید رضا مسوي د سوریې پلازمېنې دمشق زینبیه کې اوسېده، چې له جولان اشغالي سیمو څخه د اسرایلو په توغولو شویو توغندیو کې وژل شوی دی.

ښاغلي مسوي شاوخوا ۲۵ کاله د ایران په سپاه پاسداران کې دنده ترسره کړې وه.

ایراني چارواکو د نوموړي پر وژل کېدو خواشیني ښودلې او د هغه د غچ اخیستلو ګواښ یې کړی دی.

ویل کېږي، چې صهیونیستي رژیم مخکې له دې هم څو ځله د سید رضا د ترور هڅه کړې وه.