ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

سږ کال لسګونو کورنیو او بهرنیو کمپنیو په مختلفو سکټورونو کې څه باندې ۱۰ میلیارد ډالرو په ارزښت پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

اسلامي امارت په هېواد کې کورنۍ او بهرنۍ پانګونې ته زمینه برابره کړې ده، چې د روان۱۴۰۲ لمریز کال په لړ کې لسګونو کورنیو او بهرنیو کمپنیو په مختلفو سکټورونو کې د شاوخوا ۱۰میلیارده او ۶۵۴ میلیون ډالرو په ارزښت پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

له کورنیو او بهرنیو کمپنیو سره د کانونو ویستنې او پروسس، برېښنا لېږد او زېربناوو جوړولو په برخه کې قراردادونه ترسره شوي دي، چې د پانګونې ټولیز ارزښت یې تر شپږ میلیارده او ۶۸۲ میلیون ډالرو ته رسیږي.

همدارنګه د بېښنا د تولید، سوداګریزو مرکزونو او اقتصادي زونونو جوړولو، ټرانسپورټ، برېښنايي حکومتولۍ، د ګمرکونو عصري کولو او نورو برخو کې به هم په نېږدې راتلونکي کې له کورنیو او بهرنیو کمپنیو سره قراردادونه لاسلیک شي.