ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغانستان بانک: د تېرو کلونو په پرتله د پولي انفلاسیون کچه راټیټه او د افغانۍ ارزښت ساتل شوی

د افغانستان بانک مسوولین وايي، چې هېواد کې د تېرو کلونو په پرتله د پولي انفلاسیون کچه راټیټه شوې او د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ساتل شوی دی.

یاد مسولین زیاتوي، چې په تېر یوه کال کې مرکزي بانک څه باندې ۸۰۰ میلیونه زړې افغانۍ راټولې او نوي افغاني بانک‌نوټونه یې بازار ته وړاندې کړي دي.

دغه‌رزاد هېواد د بانکي سیستم د ښه مدیریت په برخه کې ډېرې هڅې شوې، چې له امله یې خلکو ته ډېرې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.

د یاد بانک مسولین ډاډ ورکوي، چې تل د افغانستان بهرنیو اسعارو د زېرمو خلاصون لپاره هڅې کوي.