ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

سویلي افریقا غزه کې د اسرائیلو د نسل وژنې په تړاو لاهه نړیوالې محکمې ته شکایت کړی

سویلي افریقا د جرمونو په نړیواله محکمه “لاهه” کې د یوې قضیې په پرانیستلو سره اسرائیل غزه تړانګه کې “د نسل وژنې په پراخه کړنو” تورن کړي.

یاد هېواد په یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ لاهه نړیوالې محکمې ته یې ځکه شکایت کړی، چې اسرائیلو د نسل وژنې کنوانسیون په تړاو خپلې ټولې ژمنې تر پښو لاندې کړې دي.

د یاد هېواد په خبرپاڼه کې ویل شوي: “اسرائیل غزه کې د فلسطینیانو په نسل وژنه بوخت دي او دا ګواښ شته چې د اسرائیلي ځواکونو دښمنانه کړنې به غزه کې پر سختو تلفاتو پای ومومي او دا جنایات زیات شوي دي.”

دغه‌راز په د خبرپانې په یوه بله برخه کې راغلي، چې اسرائیلو غزه کې د فلسطینیانو د له منځه وړلو په موخه دا جنایات پیل کړي دي.

په دې تړاو د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزارت ویاند پر خپله ایکس پاڼه د سویلي افریقا څرګندونې رد کړې دي.

سویلي افریقا داسې مهال غبرګون ښيي، چې پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو نږدې درې میاشتې کېږي. په دې بریدونو کې په زرګونو کسان شهیدان، ټپیان او بې‌کوره شوي دي.