ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي پر بنسټ د نېکو اړیکو غوښتونکی دی

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ترکمنستان لپاره د افغانستان اسلامي امارت له سفیر حاجي فضل محمد صابر سره لیدنه کړې.

په پیل کې حاجي فضل محمد صابر په عشق اباد ښار کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت د کړنو او فعالیتونو راپور د ریاست الوزا اداري معاونیت مقام ته وړاندې کړی.

نوموړي ویلي، چې ترکمنستان کې د افغانستان سفارت مسولین د دواړو دوستو او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د رابطو د لازیاتې پیاوړتیا، د سوداګرۍ پراختیا او سوداګریزو توکو د صادراتو او وارداتو په برخه کې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کوي.

د ترکمنستان پلازمېنه عشق اباد ښار کې د افغانستان سفیر زیاته کړې، چې د افغان سفارت مسولین په ترکمنستان هېواد کې د افغان مهاجرو د ستونزو د حل په خاطر له وقفې پرته هلې ځلې کوي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پر یاده لیدنه د خوښۍ څرګندولو پر مهال په ترکمنستان هېواد کې د افغانستان د سفیر فعالیتونه او کړنې ستایلې.

نوموړي زیاته کړې؛ افغانستان او ترکمنستان ګډ تاریخي، دیني او فرهنګي روابط لري، چې د دغو اړیکو د لازیاتې پیاوړتیا لپاره په یاد هېواد کې د افغانستان د سفارت مسولین مکلف دي.

مولوي عبدالسلام حنفي ټینګار کړی، چې د افغانستان اسلامي امارت له ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول له خپلو ټولو ګاونډیانو سره د متقابل درناوي د اصولو پر بنسټ د نېکو او حسنه روابطو غوښتونکی دی.