ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملي سوداګر له مولوي عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې؛ د اسلامي امارت په راتګ سره د پام وړ پرمختګونه شوي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د هېواد له یو شمېر ملي سوداګرو سره لیدنه کړې.

په پیل کې راغلو ملي سوداګرو د اسلامي امارت د حاکمیت او هېواد کې د سرتاسري امنیت پر ټینګښت خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي؛ هېواد کې د اسلامي امارت په راتګ سره بېلا بېلو برخو په ځانګړي ډول سوداګرۍ او پانګونه کې د پام وړ پرمختګ شوی، چې دا د افغانستان د ملت لپاره ستر نعمت دی.

دوی زیاته کړې، چې هېواد کې پولي ثبات، د بانکدارۍ سیستم او همداراز له خصوصي سکټور څخه د اسلامي امارت هر اړخیز ملاتړ د کورنیو او بهرنیو پانګوالو او سوداګرو لپاره نوې هیلې پیدا کړي دي.

دوی په بېلا بېلو برخو کې د خصوصي سکټور پیاوړتیا ته په اشارې د اسلامي امارت له رهبري غوښتي، چې د خصوصي سوداګریزو شرکتونو بانکي تامیناتو او تضمینونو او دغه راز په بېلا بېلو برخو کې د خصوصي سکټور ظرفیتونو ته پاملرنه وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي پر یاده کتنه خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې سوداګر او پانګوال په واقعیت کې د هېواد پانګه ده او د افغانستان اسلامي امارت له دې پانګې څخه د ملاتړ په برخه کې خپلې هېڅ راز هڅې نه درېغوي.

نوموړي زیاته کړې، چې موږ د هېواد ابادۍ او پرمختګ ته مصصم یو او په دې برخه کې له حکومت سره د خصوصي سکټور همکاري ضروري او حیاتي ده.

مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په پای کې ویلي، چې اسلامي امارت تل سوداګرو او پانګوالو ته د اسانتیاوو د ایجاد په موخه د بانکي راکړې ورکړې عادي کولو او د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د انکشافي پروژو د بشپړلو هڅې کوي.