ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

تل‌ابیب کې لاریون؛ زرګونه ګډونوالو یې د نتنیاهو د لیرې کېدو غوښتنه کړې

د اسرائیلو په پلازمېنه تل‌ابیب کې زرګونه اسرائیلي وګړو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پر ضد لاریون کړی او له واکه یې د نوموړي د ګوښه‌کېدو غوښتنه کړې ده.

ویل کېږي، چې نتنیاهو د خپلې سیاسي بقا لپاره غزه کې د جګړې اوږدول غواړي.

پر غزه تړانګه د صهیونیستی رژیم د بریدونو شاوخوا ۸۵ ورځې کېږي او نتنیاهو پرون شنبه یوې خبرې غونډې ته ویلي، چې په ټولو جبهو کې به جګړه روانه وي.

د اسرائیلي حکومت د چارواکو تر منځ هم اختلافونه رسنیز شوي، چې ځینو یې د تېرې شنبې ورځې په خبري غونډه کې ګډون نه و کړی.

غزه کې د صهیونیستی رژیم د بریدونو له امله تر دې مهاله ۲۱ زره او ۶۷۲ کسان شهیدان او ۵۶ زره او ۱۶۵ نور ټپیان شوي دي.

د غزې روغتیا وزارت وايي، چې د جګړې له پیل څخه یې تر اوسه ۳۱۲ طبي پرسونل شهیدان او ۹۹ طبي کادرونه یې له اسرائیلو سره بندیان دي.

د یاد وزارت په وینا؛ غزه تړانګه کې د ۲۳ روغتونونو او ۵۳ روغتیايي مرکزونو چارې د صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله په ټپه درېدلې او ۱۰۴ امبولانسونه یې له منځه تللي دي.