د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په ولایتونو او مرکز کې د پوهنې وزارت اړوند د ښوونیز څار ریاست له کارکوونکو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د پوهنې وزارت په اداري تشکیل کې پر وروستیو بدلونونو او جوړښت خبرې شوې.
د پوهنې وزارت د ښوونیز څار غړو ویلي، چې د یاد وزارت د پرېکړې پر بنسټ د نظارت ریاست له منځه تللی او کارکوونکي یې د پوهنې وزارت په نورو ریاستونو کې د کارمندانو په توګه ټاکل شوي دي.
هغوی غوښتنه کړې، چې د پوهنې وزارت د اداري تشکیل په برخه کې دې د اسلامي امارت لومړنۍ طرحه عملي شي او په دې برخه کې یې خپل وړاندیزونه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال سره شريک کړي.
مولوي عبدالکبیر د روښانه او پرمختللي افغانستان لپاره پوهنه خورا مهمه بللې او ویلي یې دي، چې پوهنې وزارت د ښه ظرفیت په لرلو سره د دیني او عصري زده کړو په برخه کې مهمې کړنې ترسره کړې دي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال زیاته کړې، چې د اسلامي امارت د پالیسۍ له مخې به د پوهنې وزارت هېڅ کارکوونکی له دندې ګوښه نشي او په نورو مناسبو او وړځایونو کې به ځای پر ځای کېږي.
مولوي عبدالکبیر د پوهنې وزارت کارکوونکو ته ډاډ ورکړی، چې د هغوي د وړاندیزونو په اړه به غور وکړي او د اسلامي امارت د پالیسۍ په رڼا کې به اقدام وشي.