ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت په ټول هېواد کې د متوازنې پراختیا لپاره هڅې پیل کړې

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هېواد کې د بیات قوم له مشرانو، علماوو او ځوانانو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د بیات قوم مخورو او علماوو د اسلامي امارت له مشرانو او چارواکو څخه په مننې ویلي، چې د اسلامي امارت دروازې تل د ولسونو پر مخ پرانیستې او خپل وړاندېزونه او غوښتنې يې د حکومت له رهبرۍ سره شریکې کړې دي.

یادو قومي مشرانو او علماوو زیاته کړې؛ د اسلامي امارت له لوري د ودانېزو پروژو پیل د هېواد ښه راتلونکې تضمینوي چې له امله یې افغانان خوښ دي.

مولوي عبدالکبیر افغانستان د افغانانو ګډ کور یاد کړی او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت د افغانانو د مساوي حقونو پر بنسټ هڅه کوي په هره برخه کې متوازن انکشاف رامنځته کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي نظام د ټولنې له منځه را ټوکېدلی او دا مهال د اسلامي شریعت نافذول، د افغانستان ودانول او پرمختګ يې ستره موخه ده.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د بیات قوم مخورو او علماوو ته ډاډ ورکړی، چې وړاندېزونه به یې له اړونده ادارو سره شریک کړي.