ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغانستان بانک: د تېرو کلونو په پرتله د افغانۍ ارزښت ۲۶ سلنه لوړ شوی

د افغانستان بانک مسولین وايي، چې د تېرو کلونو پرتله د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۲۶ سلنه لوړ شوی دی.   

د اقتصادي چارو شنونکي د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ساتل ستايي او ټینګار کوي، چې حکومت باید هېواد کې د بهرنیو اسعارو د کارونې مخه ونیسي او په دې برخه کې لا جدي اقدامات وکړي.

د اقتصادي چارو د شنونکو په وینا؛ د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړېدل له اقتصادي ودې سره مرسته کولای شي.

د یادونې وړ ده، چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د سیمې د نورو هېوادنو پولي ارزښت کم شوی، خو افغانۍ بیا ورځ تر بلې لوړه شوې او خپل ارزښت یې ساتلی دی.