ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اطلاعاتو او کلتور وزارت د یوه سمینار په ترڅ کې شاعران او ترانه ویونکي وستایل

د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د هېواد د مشهورو شاعرانو او ترانه ویونکو په ویاړ دوه ورځنی علمي او فرهنګي سېمینار جوړ شوی.

د دې سمینار په دویمه ورځ د بهرنیو چارو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي، د اطلاعات او کلتور سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخوا ، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي، د اولمپیک او سپورټ رییس مولوي احمد الله وثیق، دریاست الوزرا دمطبوعاتو او ستراتیژیکو اړیکو مسول قاري عبدالستار سعید پر خپل وار ګټورې وینا کړې او د اسلامي امارت د مرکزي ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد رالېږل شوی ویډیویي پیغام د غونډې ګډونوالو ته ور اورلی شوی دی.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي ویلي، چې شاعران او ترانه ویونکي د دې نظام ویاندویان او د پالیسې ترجمانان دي.

نوموړي زیاته کړې؛ که مجاهد صاحب په مطبوعاتي ټکو د نظام پرمختیاوې او تګلاره نړۍ او ولس ته وړاندې کوله، تاسې په تېرو شلو کلونو کې د شعر، ترنم او خوږې حنجرې سره له نظام څخه کلکه دفاع کړې، د جهاد داعیه مو ژوندی ساتلې او د ولس او لښکر جذبې مو تاندې ساتلې دي.

ښاغلي متقي ټینګار کړی؛ اوس ستاسې مسؤلیت دا دی، چې له راغلي فرصت څخه اعظمي ګټه واخلئ او ولس ته روحیه ورکړئ.

دغه‌راز پر خپلو اشعارو او ترانو کې د شخص او یوې سیمي او ولایت پر ځای ټول هېواد او نظام ته اشعار او ترانې ووایئ اوهغو اشخاصو او افرادو ته موقع مه ورکوئ، چې د خپلو خاصو جذبو په اساس ټول نظام ته په مطبوعاتي میدان کې ستونزي او کړاوونه جوړ کړي.

د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر مولوي خیرالله خیرخوا ویلي؛ له دې علمي سیمینار څخه یې اساسي موخه، د هېواد د شاعرانو او ترانه ویوونکو منسجم کول او د هغوی له استعدادونو څخه د ټولنې د اصلاح او د هېواد د ساتلو په موخه ګټه اخیستل دي.

نوموړي زیاته کړې، چې له شعرونو څخه باید یوازې او یوازې د ټولنې د اصلاح لپاره ګټه واخیستل شي.

ښاغلي خیرخوا دوه ورځینی سمینار مثبت ارزولی او ویل شوي مقالې او ویناوي یې موثرې بللي.

دغه‌راز د غونډې د برخوالو راټول شوي نظرونه او مشورې یې مهمې بللې او هېله‌مندې یې ښودلې، چې له مثبتو نظرونو اواستعدادونو څخه به یې ګټه واخلي.

د یادولو وړ ده، چې د مشهورو ترانه ویونکي او شاعرانو په ویاړ یاد علمي او فرهنګي دوه ورځنی سمینار کابل کې جوړ شوی و، چې د هېواد د ټولو ولایتونو څخه راغلي شاعرانو او ترانه ویونکو ګډون پکې کړی وو، چې د ستاینلیکونو په ورکولو سره وستایل شول.