د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند وايي، چي هېواد کې د ۵۰۰ لویو او کوچنیو پروژو چارې روانې دي.
ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړې، چې د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته د خلکو د هوساینې په موخه سلګونه پروژې پلې شوې او لا هم په ټول هېواد کي د رغنیزو پروژو چارې دوام لري.
ښاغلي ملا برادر اخوند ټينګار کړی، چي د قوشتیپې کانال او بدخشان له لارې له چين سره د افغانستان نښلول به د هېواد اقتصادي څرخ نور هم پياوړی کړي.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال یادې څرګندونې کندهار ولایت کې د یوه جومات د چارې پيلېدو په پرانیست غونډه کې کړې دي.
د یادولو وړ ده، چې یاد جومات د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د کابل-کندهار پر لویه لاره د ۳۵.۴ میلیونه افغانیو په لګښت د مسافرو لپاره جوړېږي.
د دې جومات د جوړېدو چارې به په راتلونکي یوه کال کې بشپړې شي.

