افغانستان د اسیایي هېوادونو لپاره مناسب بازار!
د افغانستان لپاره د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف د روسیې ۲۴ تلویزیوني شبکې سره په مرکه ویلي، چې هېواد یې غواړي افغانستان ته د سون توکو صادرات ډېر کړي.
دیمیتري ژیرنوف “په عمل کې دغه تړونونه سوداګریز دي، او په مقابل کې یې پیسې تر لاسه کوو. دا مهال افغانستان ته د سون توکو او خوراکي توکو صادرات ډېروو. تېر یوه کال کې د افغانستان او روسیې تر منځ سوداګریزه راکړه ورکړه ۴۰ سلنه ډېره شوې ده.“
صنعت او سوداګرۍ وزارت د روسیې د دغې پرېکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې دغه وزارت هڅه کوي د سیمې له هېوادونو سره د صادراتو او وارداتو بهیر پراختیا ومومي.
بلخوا د سوداګرۍ او پانګونې خونه او اقتصادي کارپوهان د صادراتو ډېروالی د خلکو په ګټه بولي او وايي، چې له دې سره به هېواد کې د خوراکي او نفتي توکو بیې راټيټې شي.
له دې وړاندې د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي و چې افغانستان او روسیه د افغانستان لپاره د اړینو توکو لکه غنمو او نفتي توکو په تړاو د همکاریو لپاره اصولي هوکړه لیک لري.

