ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت د پانګوالو او سوداګرو د ستونزو حل ته لومړیتوب ورکوي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له بهر مېشتي افغان سوداګر عبدالقادر ودان او د نوموړي له ملګرو سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې افغانستان کې د کاري فرصتونو او ظرفیت پر لوړولو د خبرو پر مهال عبدالقادر ودان هېواد کې د بورې تولید د کارخونې جوړولو په برخه کې د پانګونې لپاره خپل پلان په ډاګه کړی.

نوموړي ویلي؛ په نږدې راتلونکې کې به له بهره معیاري ماشینري را وارد کړي، چې کروندګرو ته به د مستقیمې ګټې تر څنګ نورو هېوادوالو ته هم کاري فرصتونه رامنځته شي.

مولوي عبدالکبیر یاد افغان سوداګر او ملګرو ته یې ښه راغلاست ویلی او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت له سوداګرو او پانګوالو څخه ملاتړ کوي.

د اسلامي امارت سیاسي مرستیال ډاډ ورکړی، چې ټولې دولتي ادارې د پانګونې د پروسې چټکتيا ته ځانګړې پاملرنه لري.

دغه راز اسلامي امارت هم د پانګوالو او سوداګرو د ستونزو حل ته لومړیتوب ورکوي.