د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دوو جلا جلا غونډو کې د افغانستان د وزلوبې ملي سیالیو د پینځم پړاو له اتلې لوبډلې سربېره د مرکز او شمال زون د ګونګیانو له استازو سره په سپېدار ماڼۍ کې لیدنه وکړه.
په پیل کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د وزلوبې پینځم پړاو له اتلې لوبډلې سره په سپېدار ماڼۍ کې په داسې حال کې ولیدل، چې د المپيک ملي کمیټې مرستیال حافظ احمد جان او د وزلوبې فدراسیون رییس غلام سرور جلال هم حضور درلود.
په دې لیدنه کې د وزلوبې فدراسیون مسول غلام سرور جلال ویلي؛ د اسلامي امارت له بریا سره سم د هېواد لیرې پرتو سیمو ته د دې لوبو لړۍ رسیدلې، چې له امله یې غوره استعدادونه د څرګندېدو په حال کې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې له وزلوبې سره د افغانستان د تاریخي او ملي لوبې په توګه د خلکو لېوالتیا زیاته شوې ده.
د سرپل اتلې لوبډلې مسولینو او پهلوانانو هم په ياد ولایت کې د وزلوبې ملي لوبې د ودې په موخه ځینې وړاندېزونه د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره شریک کړي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د وزلوبې د سیالیو له جوړونکو څخه مننه کړې او د دې سیالیو اتلې لوبډلې ته یې مبارکي ورکړې ده.
نوموړي ویلي؛ د خوښۍ ځای دی چې ځوانان د ملي لوبې د ودې لپاره زحمت باسي او ویاړونه ترلاسه کوي.
مولوي عبدالکبیر ویلي؛ د جهاد له بریا وروسته اړتیا ده، چې ځوان نسل خپله انرژي د هېواد په رغاونه، د ویاړونو په ترلاسه کولو او مثبتو فعالیتونو ولګوي، تر څو افغانستان له نړیوالو سره سیال شي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په وینا؛ اسلامي امارت د ورزشکارانو ملاتړ کوي او د دوی د ستونزو په حل کې به اقدامات وکړي، تر څو ورزشکاران په ډاډه زړه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
مولوي عبدالکبیر دغهراز د مرکز او شمال زون د ګونګیانو له یوشمېر استازو سره لیدنه کړې.

يادو استازو د دغې کتنې پرمهال ګونګيانو ته د کارموندنې، لازمو سهولتونو برابرولو او په دولتي جوړښتونو کې د هغوی د ګومارلو غوښتنه کړې ده.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي، چې اسلامي امارت خپلو ټولو اتباعو ته په یو نظر ګوري او د هغوی ترمنځ هېڅ ډول توپير او تبعیض ته قایل نه دی.
نوموړي زیاته کړې؛ ګونګیان د ټولنې د نورو وګړو په څېر له مساوي حقونو څخه برخمن دي او د هغوی د کاري ظرفیت او ځانګړو استعدادونو په پام کې نيولو سره به ورته د کار او زدهکړو زمینه برابره شي.

