ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

د کمېټو ورځنی کاري راپور

نن شنبه، د ۲۳/۶/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۱۶/۱۰/۱۴۰۲ هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

نن د تورخم له لارې (۲۲)کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو (۴۵) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳۳) کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې مجموعًا (۳۳۰۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

نن له تورخم څخه (۱۰) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۶۶)تنه و، ننګرهار، کنړ، لغمان او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۱۸۵۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

نن په تورخم کې (۲۲) کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

نن د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: نن د تورخم په کمپونو کې (۷۳۰) خوراکه ډوډۍ او (۷۵۰۰۰) لېټره پاکې اوبه توزیع شوي دي.
خوراکي توکي او البسه: په تورخم کې راستنو شویو مهاجرینو ته لاندې خوراکي توکي او البسه توزیع شوې:
کمپلې، فرشونه، ګازي بخارۍ، (۳۲) بستې خام غذایي توکي او داسې نور بېلا بېل شیان ویشل شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۱۲۲) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې نن په تورخم کې (۲)تنه د بکلوریا سند لرونکي،(۱) تن د فوق بکلوریا سند لرونکی، (۱) تن حافظ، (۱)تنه دیني عالم، (۳۷) تنه غریبکار او (۶۸) تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول (۱۱۰) تنه کیږي، ثبت کړي دي.
یادې کمېټې په تورخم کې (۱۴۱) تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

نن په تورخم کې د تېر په څېر مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
همدا شان د ننګرهار ولایت د امر باالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د محتسبینو له لوري په بېلا بېلو برخو کې مهاجرینو ته پوهاوی ورکړل شوی دی.
همدارنګه یادې کمېټې د آی او ایم دفتر سره په همغږي، د مهاجرت (۴۵) فورمې پر مهاجرینو وېشلې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳۶) کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې مجموعًا (۳۶۰۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

نن په سپین بولدک کې (۲۶) کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

نن په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:
غذا: په سپین بولدک کې (۵۰۰) خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه توزیع شوې دي.
روغتیا: په سپین بولدک کې (۲۲۸) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.
همدارنګه (۳۴۴) تنه مهاجرینو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
البسه: نن په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان مهاجرینو ته ویشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۱۱۲) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې نن په سپین بولدک کې (۱) تن د لیسانس سند لرونکی، (۲) تنه حافظان، (۳) تنه دیني عالمان،(۲۹) تنه غریبکار او (۲۶) ګتنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول (۶۱) تنه کیږي، ثبت کړي دي.
یادې کمېټې په سپین بولدک کې (۳۹) تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي. دارنګه نوموړې کمېټې (۲) تنه ماشومان چې له خپلو کورنو څخه نادرکه شوي و، پیدا او خپلو کورنو ته سپارلي دي.

پکتیا

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

نن په پکتیا کې (۳) کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

پکتیکا

آنګور اډې لار

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

نن په آنګور اډه کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:
غذا: په انګور آډه او ښرنه کې (۳۵) خوراکه ډوډۍ او اوبه توزیع شوې دي.
روغتیا: په آنګور اډه کې (۲۰) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

نن د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۲) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۴۷)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

نن په نیمروز کې (۹) کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

نن د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:
مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري (۵) عدده سیم کارتونه مهاجرینو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

نن د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې (۵) تنو مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

نن په هرات کې (۳۷) کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

د ټولو دروازو او کمېټو د بېلابیلو فعالیتونو مجموعي ارقام په لاندې توګه دي:

ټول ثبت شوي مهاجرین: (۲۴) کورنۍ، (۵۰) افراد
ټول لېږدول شوي مهاجرین: (۱۰) کورنۍ، (۶۶) افراد
ټول مرسته شوي مهاجرین: (69) کورنۍ
لنډمهالي مېشت شوي مهاجرین: (۹۷)کورنۍ
ټول تداوي شوي مهاجرین: (۲۴۸) تنه
توزیع شوي سیمکارتونه: (۲۳۹) عدده

د مهاجرینو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء