ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

تل‌ابیب کې زرګونه کسانو یو ځل بیا د نتنیاهو پر ضد لاریون کړی

د اسرائیلو په پلازمېنه تل‌ابیب کې زرګونه کسانو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پر ضد لاریون کړی او د ژر مهالو ټاکنو له لارې يې د نوي حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

لاریون کوونکو پر بنیامین نتنیاهو توندې نیوکې کړې او ویلي یې دي، چې د لومړي وزارت وړتیا نه لري.

څو ورځې وړاندې هم زرګونه اسرائیلي وګړو د بنیامین نتنیاهو پر ضد لاریون کړی وو او له واکه یې د نوموړي د ګوښه‌کېدو غوښتنه کړې وه.

له بل لوري د اسرائیلي پوځ ویاند پخپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې غزه کې د روانې جګړې له امله یې د سرتېرو مرګ‌ژوبله لوړه ده او په لوړ قیمت جګړه پر مخ وړي.

له دې وړاندې اسرائیلي ورځپاڼې یدیعوت احارانوت راپور ورکړی و، چې غزه کې زرګونه اسرائیلي سرتېري ټپیان شوي. دغه‌راز د ډېری ټپيانو حالت یې سخت او د اندېښنې وړ ښودلی و.

یادې ورځپاڼې د صهیونیستي رژیم د چارواکو له قوله ویلي و، چې ښايي په ټپي سرتېرو کې ۱۲ زره او ۵۰۰ داسې ټپیان هم وي، چې په بشپړه توګه معلول شوي وي.

اسرائیلي پوځ د خپلو وژل شویو شمېر ۵۰۰ کسان ښيي او د ټپیانو په اړه چوپ دي. خو د راپورونو پر اساس په یاده جګړه کې د ګڼو ټپیانو تر څنګ زرګونه اسرائیلي سرتېري وژل شوي دي.