ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه کې د صهیونیستي رژیم د بشري او جنګي جنایتونو دوام؛ منع شوې کېمیاوي وسلې او بمونه یې کارولي

یوه برېتانوي ډاکټر غسان ابوسیتان غزه کې د روغتیایي ماموریت له پای ته رسېدو وروسته ویلي، چې اسرائیل غزه کې (سپین فاسفورس) لرونکې ممنوعه کیمیاوي وسلې او بمونه کاروي.

ښاغلی ابوسیتان په دې وروستیو کې له غزې څخه برېتانیا ته ستون شوی.

نوموړي هیله ښودلې، چې د اسرائیلو له لوري د دې کیمیاوي وسلو د کارونې په اړه به یې څرګندونې د صهیونیستي رژیم د سختې محاکمې لامل شي.

یاد ډاکټر چې په رضاکارانه ډول یې ۴۳ ورځې غزې ته د روغتیایي مرستو د رسولو لپاره کار کړی ویلي، چې د اسرائیلو له لوري د منع شویو کیمیاوي وسلو د کارولو سربیره، د غزې اوسنۍ جګړه د عراق، سوریې، یمن او لبنان له جګړو څخه ډېره خطرناکه ده.

سپین فاسفورس کیمیاوي مواد د شدیدو سوزیدو او اوراچونې لامل کېږي، چې د نړیوالو قوانینو له مخې یې کارول په کلکه منع دي.

تر دې وړاندې یو شمېر هېوادونو او نړیوالو بنسټونو د اسرائیلو پر دې اقدام سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي، چې د یادو وسلو او بمونو کارول د نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دي.