ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري د شاوخوا ۱۰ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۴ بېلابېلې پروژې منظورې شوي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه کې له اجنډا سره سم د وړاندې شوو پروژو په اړه بحث شوی.

د ملي تدارکاتو کمېسیون یادې غونډې ته ۲۷ پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې وې، چې له جملې یې د ۲۴ پروژو قراردادونه منظور او د دریو پروژو د قراردادونو د ارزونې په موخه ملي تدارکاتو ریاست او اړوندو وزارتونو ته دنده سپارل شوې، څو دغه قراردادونه په هر اړخیز ډول وڅېړي او راپور یې د ملي تدارکاتو کمېسیون له مشرتابه سره شریک کړي.

منظور شوې پروژې د ملي دفاع، کورنیو چارو، ټولګټو، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، عامې روغتیا، اوبو او انرژۍ وزارتونو، د افغانستان برېښنا شرکت او کابل ښاروالۍ اړوند دي، چې ټولیز ارزښت یې شاوخوا ۱۰ میلیارده افغانیو ته رسېږي.

په دغو منظور شوو پروژو کې د پارنده پنجشیر د مایکرو هایدل برېښنا بند جوړولو، زابل ولایت کې د توري بند د پاتې چارو بشپړولو، په کابل ښار کې د ځینو مهم سړکونو اساسي جوړونې، په مختلفو ولایتونو کې هېوادوالو ته د برېښنا رسولو، پر ښارونو سربېره په لرې پرتو سیمو کې هېوادوالو ته د کیفیت لرونکو او چټکو انټرنيټي خدمتونو وړاندې کول او یو شمېر نورې پروژې شاملې دي، چې په پلې کېدو سره به یې زرګونو هېوادوالو ته کاري زمینې برابرې شي.