ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ایران له سفیر سره د مولوي امیرخان متقي لیدنه؛ د افغانستان-ایران ګډې پولې په لا خوندیتوب او ګڼو نورو همکاریو خبرې شوي

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او کابل کې سفیر حسن کاظمي قمي او مل پلاوي د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره لیدنه کړې.

 د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د کرمان د پیښې په اړه ایراني پلاوي ته تعزیت وړاندې کړی او خپله همدردي یې ورسره شریکه کړې.

نوموړي همدا راز ایران ته د خپل وروستي سفر په اړه خوښي څرګنده کړې او د ایران د درانه استقبال او ښې میلمه‌پالنې څخه یې مننه کړې.

مولوي امیرخان متقي د افغانستان او ایران د وروستیو اقتصادي دوه اړخیزو پرمختګونو، د ډیپلوماتیکو اړیکو پر پراخولو، په ایران کې د افغان کډوالو لپاره د قونسلي خدماتو پر تسهیل، د افغانستان-ایران د ګډې پولې د لا خوندیتوب او ګڼو همکاریو په اړه هر اړخیزې خبرې کړي.

ښاغلي متقي ایراني پلاوي ته څرگنده کړې؛ چې ایران کې د افغان کډوالو د حقوقي او قضايي ستونزو د جدي حل او په حقوقي او قضائي موضوعاتو کې د همکاريو لپاره به د ایران څخه یو با صلاحیته قضائي او حقوقي پلاوی کابل ته د افغانستان اسلامي امارت د ستري محکمې لخوا رسما دعوت شي.

 حسن کاظمي قمي ایران ته د بهرنیو چارو سرپرست وزیر او ورسره پلاوي له ورتګ او په ترڅ کې یې په دوه اړخیزو همکاریو کې د پرمختګ یادونه کړې.

دغه راز نوموړي پر سیمه اییز اتصال، د چابهار بندر د فعالیت، د چین-افغانستان او ایران کریدور او د ګډو اقتصادي همکاریو په اړه د ایران پر چمتوالي خبرې کړي.

 ښاغلي قمي ویلي؛ د افغانستان اوسني مثبت وضعیت ته په کتو د ملګري ملتونو لخوا د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکنه نامناسبه ګڼي او په اړه یې د افغان حکومت دریځ پر ځای بولي.

دواړو لورو ښه بللې، چي په کابل د افغانستان لپاره د سیمې هېوادونو د خاصو استازو ګډه غونډه وشي.