ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عراق لومړي وزیر له دې هېواد څخه د امریکايي ځواکونو په ژر وتلو ټینګار کړی

د عراق لومړي وزیر محمد شیاع السوداني یو ځل بیا له دغه هېواد څخه د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو په ژر وتلو ټینګار کړی.

نوموړي ویلي، چې هېواد یې عراق کې د امریکا په مشري د نړیوالو ځواکونو د وتلو په لټه کې دی.

ښاغلي السوداني له رویټرز سره په مرکه کې ټینګار کړی، چې عراق کې د دې ځواکونو شتون به د سیمه‌ییز کړکېچ په لړ کې د عراق د بې‌ثباتي لامل شي.

محمد شیاع السوداني رویټرز ته ویلي: “اړتیا ده چې اړیکې مو بېرته ورغول شي، تر څو هېڅ داخلي او بهرني لوري ته د عراق او سیمې د بې‌ثباتي پلمه پاتې نشي.”

د نوموړي په وینا؛ د امریکا په مشري د نړیوالو ځواکونو د وتلو مهال‌ویش باید د خبرو اترو او تفاهم پر بنسټ وټاکل شي.

د عراق لومړي وزیر ویلي: “موږ نه غواړو چې د دې تړون پای ته رسېدل دې د امریکايي ځواکونو د شړلو په مانا وي، بلکې غواړو چې دا پروسه د تفاهم او خبرو اترو په داسې ډول ترسره شي، چې امریکايي ځواکونه په خورا طبیعي بڼه ووځي.”

دغه‌راز د تېرې جمعې په ورځ د عراق لومړي وزیر په دې هېواد کې د امریکا د پوځي حضور د دایمي پای ته رسولو لپاره د یوې کمیټې د جوړولو خبر ورکړی و.