ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کابینې 23مه غونډه؛ د جمهوریت روغتون د ریفورم طرحه تایید شوه

د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند په مشري د افغانستان اسلامي امارت د کابینې په ۲۳مه غونډه کې د عامې روغتیا وزارت له لوري د جمهوریت روغتون د ریفورم طرحه تایید شوه او د عملي کېدو پلان جوړونه يې له یاد وزارت سره په ملتیا اداري کمیسیون ته وسپارل شوه.
په دې غونډه کې همدارنګه د یاد وزارت اړوند د زرقي محلولاتو د فابریکي د فعالولو وړاندیز تایید شو، چې د پورته دواړو پرېکړو د تطبیق د لګښت لپاره مالیې وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې د راتلونکي مالي کال بودیجه کې يې په پام کې ونیسي.
د کابینې په دې غونډه کې د چارو ادارې لوی ریاست ته هم دنده وسپارل شوه، چې په غزني ولایت کې د اسلامي ثقافت مرکز په نوم ودانۍ تصرف خپل کړي او د ساتنې او څارنې په موخه يي بېل امریت رامنځته کړي، د دې تر څنګ په دې مرکز کې سرپوښ بازار او مېلمستون د غزني تخنیکي پوهنتون ته وسپاري.
په غونډه کې همدارنګه پرېکړه شوې، چې د عامې روغتیا وزارت د مرستیال په مشري د ملي دفاع، کورنیو چارو او ماليې وزارتونو او د استخباراتو لوی ریاست ګډ پلاوی د هېواد په ځینو نظامي روغتونونو کې د طبي وسایلو له څېړنې وروسته د خوندي کېدو، ترمیم او ګټې اخیستنې په اړه پرېکړه وکړي.